Abdul Mohammad Mahbub عبدالمحمد محبوب ګذارش جوړوونکي : عبدالمحمد محبوب غونډه څو مياشتې مخکې د روسیی فیدراسیون په سانکت پیټرس بورګ ښار کې دميشتو افغانانودټولنيز سازمان (افغانانو شورا) له خوا پلان شوې وه ، چې د ۲۰۱۰ زېږ ديز کال داپریل دمياشتې په ۱۳ نيټه د سانکت پیټرس بورګ ښار دګرېبا يېدوف په نوم کتابتون کې پرا نستله شوه چې دماښام له شپږ بجو څخه تر لسو پجو پورې ئی دوام وکړ.
په غونډه کې په سانکت پیټرس بورګ کې دافغاني سياسی ګوندونو مشرانو او غړو او همدارنګه دنورو افغانی ټولنيزو سازمانونو استازو، افغانانو اونورو ميلمنو ګډون کړي و.
Doctor Nayeb Safi دکتور نایب صافی دغونډې دشروع کولو په وخت کې دخبرو په حال غونډه دکلام الله دڅو مبارکوآياتونو په تلاوت سره پيل شوه . لومړی دستر کبير ستوري روح ته ددعا لاسونه پورته شول . دغونډې کار دحقوقي علومو ډوکتور ښاغلی نايب صافي له خواپر مخ بيول کېده . هغه په اول کې دډوکتور کبير ستوري دعلمی او سياسي شخصيت په هکله لنډې خبرې وکړې او بيا په تر تیب سره لاندې ورونو خپلې جوړې کړې لیکنې ګډونکوونکو ته واورول .
Mohammad A Khan Safi په سانکت پیټرس بورګ کې دافغانانو شورا مرستيال ښاغلي محمد اخان صافي دډوکتور کبير ستوري لنډه پېژندنه حاضرينو ته ولوستله . ښاغلي محمد اخان صافي دډوکتور کبیر ستوري ،کورنۍ ، تحصيل ، سیاسي او ټولنيزو هڅو ته اشاره وکړه او دهغه دزېږېدوټولنیز او سياسی چاپیريال په هکله معلومات وړاندې کړل .
دغه راز په غونډه کې دخدای بخښلی ستوري صیب لنډه پېژندنه چې دخارجی میلمنو لپاره دډوکتور نايب صافي له خوا په روسي ژبه ژباړل شوې وه هم توزیع شوه . په روسي ژبه دډوکتور کبير ستوري لنډه پې ژندنه : دډوکتور نايب صافی ژباړنه
دغونډې دکار په ادامه وروسته دهغه چې دستوري صيب يو شعر ولوستل شو دخبرو نوبت په سانکت پیټرس بورګ کې دافغانانو تر منځ مشهور ژورنالست ، ليکوال او شاعر او په سانکت پیټرس بورګ کې د(بهير) ادبي او کلتوري خپرونې مسئول چلوونکي ښاغلي سيداله تڼي ته ورسېد. تڼي صيب دکبير ستوري په شعر او شاعرۍ باندې خبرې وکړې ، لومړی يې دشعرپه مانا او مفهوم وغږېده ورسته يې شعر د خوشال بابا، شيدا،افضل خان ، لوی استاد حبيبي ، استاد بېنوا ،الفت ،خادم او دنورو شاعرانو او اديبانو له نظره تشريح کړ . دشعر په هکله يې خپل نظر دغونډې ګډونکوونکو ته وړاندې کړ او ويې ويل : دډاکتر کبیر ستوري شعرونه ريالستيکي شعرونه دی او انتقادی رياليسم پورې اړه لري ، شعرونه يې دغزل په قالب کې لیکل شوي دي ، او ساده والی دهغو لوی خصوصيت دی . دستوري صيب شعرونه سوچه پښتو دي او دپرديو ژبولغاتونه يې نه دي استعمال کړی . دستوري صيب دشعر جوړوونکو توکو څخه دپيغام رسولو برخه ډېره درنه ده . په بعضو شعرونو کې يې سکتګي ليدل کېږي، ولې دموسقی په تال کې برابر راځي . Saidullah Taney شاعر او لیکوال ښاغلی سيداله تڼی غونډې ته دخبرو په حال کې
دستوري صيب په ياد ادبي غونډه کې تر ټولوکشر ګډونکوونکی اباسين نوميده چې دښونځۍ ددريم ټولګي متعلم دی.هغه په خپل وار دستوري په هکله يوشعر په يادو حاضرينو ته وړاندې کړ چې دټولو ګډونکوونکو ډېر خوښ شو Abasin Safi اباسین ساپی
ورپسې په سانکت پیټرس بورګ کې دپتروپل په نامه ديوې علمي ټولنې مشرې پوهاندی آغلې تمارا ميخايلو نا په روسي ژبه خبرې وکړې . هغه وويل : زه خوښه يم چې دلته په دغه کلتوري ښار کې دافغانانوشوراپه پراخ ډول کلتوري کارونه مخته وړی خپل نوميالي له ياده نه باسي اود نوی کلتور سره دخپلو هېواد والو په اشنايي کې فعاله ونډه اخلي . تاسې بايد خپل کلتور او خپله ژبه تبليغ کړئ او نړۍ والو ته يې ورو پېژنئ . Professor Tamara پوهاند تمارا ميخايلونا دپترو پل دعلمي ټولنې مشره دخبرو په حال کې
ورسته دخبرو لړۍ ښاغلي محمد قاهر درد مند ته ورسېده. دردمندصيب دلته په سانکت پیټرس بورګ کې دافغانانو شورادمشر تابه غړی دی او دپښتني ادب اوکلتوردلارې يو تکړه شخصيت دي . ښاغلي درد مند خپله مقاله د (په ملي او نړۍ واله کچه دپښتو ژبې دودې او پراخوالي لپاره دارواښاد ډاکټر کبیر ستوری هلې ځلې)تر عنوان لاندې دغونډې ګډونکوونکو ته ولوستله . ددې مقالې په يوه برخه کې داسې لولو : Mohammad Qahir Dardmand ښاغلي محمد قاهر دردمند
ورسته په سانکت پتربوګ کې يوبل تکړه او دپښنتي ادب او کولتور په چوپړکې تل ولاړ ورور دحقوقي علمو ډاکتر اختر ګل ځاځي خبري وکړي . خپل يو شعر يې دموضوع په اړونددوستانو ته واوروه . او په آخر کې يې دښاغلي علي ګل پيوند يو شعر(پښتانه به څنګه ويښ شي) ولوست . Doctor Akhtar Gul Zazay ډوکتور اختر ګل ځاځی
دغونډې په وروستۍ برخه کې ډوکتور نايب صافي داروا ښاد ستوري صيب دسياسي مبارزې په هکله خبرې وکړې او زياته يې کړه چې : دستوري سياسي مبارزه د طبقاتي مبارزې په اصولو نه څرخي . دهغه مبارزه دباچا خان ، ښاغلی اجمل خټک په عقيدتي بنسټونو ولاړه وه. هغه دخپل قام متحد کول خپل مرام ګرزولی ؤ.ستوري سر په سترګو ليدل چې دپښنتو دضعيفه کولو او ټکولو لپاره يو لوی جنبش په کار آچول شوی ، څوک يې دطالب ، او يا په نورو نومونو غواړي دپښتنو مقاومت له منځه يوسي . په هېواد کې نن هم دناټو قواو له خواډېزيات دپښتنو مشران له منځه وړل شوی دی او اوس هم دالړۍ ادامه لري . قام بايد له درانه خوبه را ويښ شي او په نړۍ کې دخپلو حقه حقوقو دلاسته راوړلو لپاره مبارزه وکړي . Doctor Nayeb Safi ډوکتور نایب صافي
دغه راز غونډې ته له نورو هېوادونو څخه ټولنیزو اوسیاسي سازمانونو او همدارنګه انفرادي توګه يو شمیر دوستانوپيغامونه استولي و، چې يوشمير يې دښاغلی عبدالمحمد محبوب له خوادغونډې ګډونکوونکو ته ولوستل شول چې په لاندې ډول ور ته اشاره کوو .
From Right to Left: Dagarwal Kamran, Emal, Najimuddin Sherzad and Doctor Akhtar Gul Zazey ښاغلی ډګروال کامران ، ښاغلی ایمل ، ښاغلي نجم الدين شيرزاد او ډوکتور اختر ګل ځا ځی
Mohammad A Khan Safi ښاغلي محمد آخان صافي
ښاغلی سيداله تڼی ، ډاکترنجيب اله پيرزاده اوښاغلی اينجنير برکت منګل
خــــدايــه ډېرکـــړې پښــتانه په دې جهــان ++++ باســواده ، شاعــران او هــــــم لیکــــوالان ++++ چې دســتوري لار تعقيب کړی په ښه شان ++++ شي خــوشاله مـړه ، ژوندي ټول افــغانان Mohammad Qahir Dardmand ښاغلي محمد قاهر دردمند